جیو نیوز

Saturday, December 3, 2011

د ادبي ټوکو څخه خوند واخلۍ



  په يوه کليواله سيمه کې د بشر حقوق مو ټر روان و. ګوري چې يوه ښځه مخکې او خاوند يې ورپسې روان دی. دوی مو ټر ژر ودراوه او له سړي

څخه يې مننه وکړه چې خپلې ښځې ته يې دومره حق ورکړی. سړي وويل نور نه پوهېږم په دې سيمه کې ماينونه وو ځکه مې ښځه مخکې کړې

ده

ملا نصرالدين يو پسه غلا کړ او غوښه يې خيرات کړه. يو چا ترې وپوښتل: د دې کار ګټه څه ده؟ملا ورته وويل: د غلا ګناه او د خيرات ثواب سره برابر
دي، وازګه او پوستکی يې زما ګټه ده.
يوه سړي له ملا نصرالدين څخه پوښتنه وکړه: سترګه مې خوږېږي، څه علاج يې وکړم؟ملا ورته وويل: څه موده وړاندې مې غاښ خوږېده، چې ومې
ايسته نو روغ رمټ شوم.
يوه سړي بل ته پور ورکړی و، هر څومره هڅه چې يې وکړه خپل پوروړی يې په ﻻس نه ورتله. باﻻخره يوه ورځ يې خپل پوروړی ګير کړ. پوروړي ته يې
وويل:ګوره، نيم پور درته بخښم دا نيم خو نو راکړه.پوروړي ورته وويل: اوس يې نه لرم، بيا به يې درکړم.دا بل ورته وويل: نور پور به څه وخت او څنګه
راکړې؟ پوروړي ورته وويل: لکه دا نور مې چې درکړ، پاتې به هم همداسې درکړم
يو سوالګر له سوداګر نه سوال وكړ چې يو څو روپۍ راكړه. سوداګر ورته وويل: زه به خپلې ږيرې ته لاس كړم هر څومره وېښتان چې راووتل هغومره
روپۍ دركوم. سوداګر چې ږيرې ته لاس كړ نو صرف دوه وېښتان راووتل. سوالګر ورته وويل: افسوس چې لاس زما واى او ږيره ستا.
له يوه سړي څخه يو چا پوښتنه وكړه: خداى پاك درباندې ګران دى كه بابا صاحب؟ ده ورته وويل: خداى دې همدغسې حيران كړه لكه چې زه دې
حيران كړم. زه نو اوس د دوستانو تر منځ څه فيصله وكړم
يو سړى له جګړې راستون شو، خلكو ترې پوښتنه وكړه: څوكسان دې ووژل؟ سړي په ځواب كې ورته وويل: د يو كس پښه مې غوڅه كړه. خلكو
ورته وويل ولې دې سر ترې غوڅ نه كړ؟ سړي ځواب وركړ: سر يې بل چا پرې كړى و
دوه ملګري د څرخي پله په زندان كې بنديان وو، يوه بل ته وويل: انډيواله دا څنگه زندان دی؟ تر دې خو ولا چې زموږ كور هم ښه دی
يو سرتېرى چې په جنګ كې سخت ټپي شوى و، له درد څخه يې ډېر نالښت كولو چيغې او نارې يې وهلې، يوه منصبدار د دې لپاره چې ټپي ته يې ډاډ وركړی وای، ورته وويل: هغه بل ته وګوره، مړ شوى دى دومره نارې نه وهي ته خو يوازې ټپي يې چې ټول وطن دې په سر اخيستی دی
يو غل يوه کور ته ور واوښت، په کور کې يوازې يو ماشوم ويښ و، ماشوم غله ته وويل: زما د ښوونځي بسته هم درسره يوسه، که نه نو مور او پلار
راويښوم
يوه سړي خپل مېرمنې ته وويل: زما يو ملګری کور ته راځي او چايې راسره څښي، ته ژر_ژر دا سامان سره پټ کړه.مېرمنې يې ورڅخه وپوښتل
ولې، ستا ملګری غل دی؟ ده ورته وويل: زه وېرېږم هغسې نه چې خپل سامان وپېژني


ډیره مننه  http://www.didanona.com


No comments:

Post a Comment